میدانښار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): په میدان وردګو ولایت کې نن د المپيک ملي کمېټې له خوا د هېواد په کچه د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د جمناستیک ملي لوبډلې ته د غوراوي درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د یاد ولایت د بدني روزنې امر ذبیحالله وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل، له یادو سیالیو یې موخه د جمناستیک ملي لوبډلې ته د لوبغاړو ټاکل دي چې د ۱۶ ولایتونو ترمنځ ترسره کېږي او درې ورځې به دوام ولري.
نوموړي وویل: «موږ د ورزش د ښې ودې لپاره له خپل توان سره سم هڅه کوو او ژمن یو چې د ورزشکارانو هر ډول ستونزو ته رسېدنه وکړو.»
وهاج زیاته کړه، د یادو سیالیو څارنه د مسلکي کسانو له خوا ترسره کېږي او په پایله کې به یې د یوې رڼې پروسې له لارې د جمناستیک ملي لوبډلې لپاره لوبغاړي غوره شي.
د هلمند ولایت د جمناستیک لوبډلې مشر قدرتالله محمودخېل پژواک ته وویل: «دا ډول لوبې د ورزشکارانو لپاره ډېرې ښې دي، ترڅو دوی ملي ټیم ته لاره پیدا کړي او وکولای شي چې له هېواده بهر لوبو کې برخه واخلي.»
عبدالباسط ساپی چې د جمناستیک په ملي لوبډله کې څلور کاله اتل پاتې شوی وايي، هیله یې دا ده چې په دې سیالیو کې خپل مقام وساتي او بیا هم بریا ترلاسه کړي.
د بلخ ولایت د جمناستیک لوبډلې یوه ورزشکار میرویس قادري وویل: «د خوښۍ احساس کوم چې په یوه ارامه او له جم جوش ډکه فضا کې دغه سیالۍ ترسره کېږي.»
د یادونې ده، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په میدان وردګ کې د ورزش ملي لوبډلو لپاره د غړو غوراوي سیالۍ ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP