ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

د ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

author avatar
6 Mar 2023 - 13:55
د ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
author avatar
6 Mar 2023 - 13:55

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د شپږو ولایتونو لپاره د دوه میلیارد او ۴۸۰ میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروې منظورې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې سړکونه، د اوبو زېرمې، مجهزې تحویل‌خانې، احاطوي دېوالونه، د زرغونې سیمې جوړول او خلکو ته د څښاک اوبو او برېښنا برابرول په یادو پروژو کې شامل دي.

سرچینه لیکي چې  دغه پروژې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، کندهار او لغمان ولایتونو کې پلې کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو لګښت د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.

Views: 335

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.