Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پرون له ایران او پاکستانه ۲۴۸۷ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره ورځ ۲۴۸۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې تېره ورځ (د کب ۱۵مه) ۲۱۸۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې لیکلي، د یادو کسانو له ډلې ۱۸۹ یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي دي.

دغه‌راز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه بل ټويټ کې ویلي چې تېره ورځ ۲۹۸ افغان کډوال له پاکستان څخه هم بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزرات د معلوماتو له مخې، دغه کډوال چې ۵۳ کورنۍ کېږي، د کندهار د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې ده، نن او پرون ۷۴۹ هغه افغانان چې په ايران کې بندیان وو، د افغانستان حکومت ته سپارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.