ژبه

تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۶۸۸ کورنۍ راستنې شوې دي

ارشیف

هجرت‌الله کاکړ

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۰۸

Views: ۴

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۶۸۸ کورنۍ راستنې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم دروازې له لارې ۵۴۱ کورنۍ چې ۲۹۲۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۳۴۱ کورنۍ چې ۱۸۶۴ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون او څه باندې ۶۴۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۴۵۲ کورنیو سره په ټولیز ډول درې میلیون او ۶۷۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک بندر له لارې هم ۶۷ کورنۍ چې ۳۵۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۷ کورنۍ چې ۱۷۳کسان کېږي، کابل ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۲۹۱ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۳۰ کورنیو سره په ټولیز ډول ۲۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۹ کورنۍ چې ۲۳۳ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۱۲۹۷مسافر هم ته راستانه شوي دي.

د نغدي مرستې برخه کې له درېیو کورنیو سره په ټولیز ۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې او ۸۱۲ کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۲۱ کورنۍ چې ۸۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۲۱ کورنیو سره ۱۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۸۱ کورنۍ چې ۴۶۷ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې څه باندې ۳۳۸ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۶۸۸ کورنۍ چې ۳۵۷۹ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۴۴۹ کورنۍ چې ۲۵۰۴ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۵۰۶ کورنیو سره مرستې شوې دي.