کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۵): د کور او ښارجوړولو وزارت وایي چې تېره ورځ په پنځو ولایتونو کې ۱۳۵۱ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د دغه وزارت په مشرۍ د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د ځمکو نومرو د وېش لړۍ دوام لري.
سرچینه زیاتوي، پرون سه شبنه په ننګرهار کې ۶۱۰ کورنیو ته، په فراه کې ۳۶۲ کورنیو ته، هلمند کې ۴۸ کورنیو ته، بلخ کې ۱۸۰ کورنیو ته او فاریاب ولایت کې ۱۵۱ راستنېدونکو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.
د کور او ښار جوړلو وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۵۱ زره او ۴۲۵ کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي او دا لړۍ دوام لري.
یاد وزارت لیکلي چې دا پروسه د راستنو شوو کورنیو د دایمي استوګنې، ټولنیز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي، ترڅو هغوی وکولای شي په خپل ټاټوبي کې خپل ژوند په عزت سره پیل کړي.