کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایرانه څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي چې دې چارې پر خدمتونو او ټولنو پراخ فشار راوستلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال نن (پنجشنبه) د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی؛ ځکه د کډوالو نړۍواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو پراخه بېرته راستنېدنه لا هم دوام لري.
هغه زیاته کړه چې یوازې د روان کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستانه څه باندې ۷۵۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
نوموړي د نړۍ د کډوالۍ د تر ټولو اوږدو او لویو بحرانونو د حل لپاره د نړۍوالې ټولنې د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه.
عرفات جمال وویل، سره له دې چې مالي سرچینې محدودې شوې او بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان په کچه د زیانمنو افغانانو د ساتنې او هغوی ته د مرستو رسولو لپاره ۲۱۶.۴ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
د هغه په خبره، د مې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې یوازې ۵۶.۷ میلیونه ډالر ترلاسه شوي وو چې د اړتیاوو نږدې درې پر څلورمه برخه بودجوي تشه یې پرېيښې او په داسې حال کې حیاتي بشري مرستې له خطر سره مخ کوي چې اړتیاوې لا هم مخ په زیاتېدو دي.
جمال زیاته کړه چې د کډوالو عالي کمېشنري له خپلو شریکانو سره یو ځای افغانستان ته د راستنېدونکو د راتګ له لومړۍ شېبې څخه بیا په ټولنه کې د هغوی تر بیا ادغام پورې ملاتړ کوي.
هغه وویل: «یوازې تېر کال موږ له خپلو همکارانو سره په ګډه په افغانستان کې له دوه میلیونه ډېرو کسانو ته مرستې ورسولې. دغه فعالیت د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۵۰ تر ۳۵ نوښت په چوکاټ کې ترسره کېږي چې موخه یې د ځانبسیاینې او ټولنیز ګډون له لارې پر بشري مرستو د اتکا کمول او د اوږدمهاله بېځایه شوو کسانو لپاره د دوامداره حللارو ملاتړ دی.»
د نوموړي په وینا، د ساتنې او حللارو د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو په لړ کې د کډوالو عالي کمېشنري نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له سازمان (FAO)، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) او د ماشومانو له وجهي صندوق (UNICEF) سره د قانوني هویت د یوې نوې طرحې پلې کولو لپاره همکاري پیلوي.
هغه وویل، د دې طرحې موخه قانوني هویت او مدني اسنادو ته د لاسرسي پراخول دي، څو راستنېدونکي، بېځایه شوي او نورې زیانمنې ټولنې وکولای شي اړینو خدمتونو، زدهکړو، روغتیايي پاملرنې او د معیشت فرصتونو ته لاسرسی ومومي.
عرفات جمال وویل، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د اړتیا لرونکو افغانانو لپاره د ۱.۵ میلیونه مدني اسنادو صادرولو منابع برابرې شي، څو د هغوی قانوني هویت بېرته تثبیت او حقونو او فرصتونو ته یې لاسرسی اسانه شي.