ژبه

تېره ورځ ۸۶۲ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي

هجرت االله کاکړ

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۴:۴۷

Views: ۳

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د کور او ښارجوړولو وزارت وایي چې تېره ورځ په پنځو ولایتونو کې ۸۶۲ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت نن د خبرپاڼې په خپرولو ویلي، راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د استوګنیزو نومرو د وېش بهیر چټک او پراخ شوی، څو په خپل ټاټوبي کې باعزته دایمي ژوند پیل کړي.

سرچینه زیاتوي، ډېرې راستنېدونکې کورنۍ له کلونو مهاجرت وروسته د اوسېدو لپاره په کور دننه مناسب ځای نه لري؛ دوی ته د استوګنیزو نومرو ورکول د دایمي کور جوړولو زمینه برابروي.

خبرپاڼه کې راغلي، پرون یکشنبه په ننګرهار کې ۲۸۰ کورنیو ته، په فراه کې ۱۶۵ کورنیو ته، هلمند کې ۲۹ کورنیو ته، بلخ کې ۲۰۳ کورنیو ته او فاریاب ولایت کې ۱۸۵ راستنېدونکو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي دي.

دغه وزارت لیکلي، تېره ورځ په پنځو ولایتونو کې په ټولیز ډول ۸۶۲ راستونو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۵۰ زره او ۲۲۵ کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې او دا لړۍ دوام لري.