غزني ښار (پژواک، ١٧ کب ۱۴۰۱): د غزني ولایت د پوهنې رييس مولوي محمدمنیر منصور د زړه حملې له امله مړ شوی دی.
د غزني د مطبوعاتو مسوول قاري صبغتالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د پوهنې رييس مولوي محمدمنير له ځو ورځو راهيسې ناروغ و چې نن يې د کابل په يوه روغتون کې د زړه حملې امله ساه ورکړه.
د هغه د معلوماتو له مخې، مولوي محمدمنير منصور له تېر يو کال راهيسې د غزني ولايت د پوهنې رييس په توګه دنده ترسره کوله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP