کلات (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۱): د زابل چارواکي وايي، د کابل- کندهار پر عمومي لاره او د دغه ولایت په سيوري ولسوالۍ کې د دوو موټرو د اوښتو په پېښو کې ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن (یکشنبه) مازیګر شاوخوا پنځه بجې د کابل- کندهار پر لویه لاره د ارهډ مانده په سیمه کې د ۴۰۴ موټر د چپه کېدو په پېښه کې لس تنه ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، ټپیان د پولیسو له لوري روغتیايي مرکزونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. په ټپيانو کې اته نارینه او دوه مېرمنې دي.

د هغه په وینا، پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.

د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا وايي، چې د پېښې له سیمې دوی ته دولس ټپیان ور وړل شوي دي.

د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان پژواک اژانس ته وویل، د ۴۰۴ موټر د چپه کېدو وروسته د روغتیايي ټیم په ملتیا سیمې ته تللي وو، چې د پېښې دولس تنه ټپیان یې د فولادګي او دغه راز د ښارصفا ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو ته انتقال کړل، چې په خبره یې د ټپیانو زخمونه سطحي وو او د ټولو کسانو درملنه شوې ده.

د زابل د امنيې قوماندانۍ ویاند دغه راز وايي، په همدې ورځ د دې ولایت په سیوري ولسوالۍ کې هم د یوه تېز رفتار موټر د اوښتو له امله درې تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي پژواک ته وویل: «نن مازیګر د سیوري ولسوالۍ د میراخور په سیمه کې یو فوربکس موټر چپه شوی، چې درې تنه په کې زخمیان شوي دي، زخمیان مو ولایتي روغتون ته انتقال کړی دي.»

دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې څو ورځې وړاندې هم په زابل کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي وو.