Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درېیو ولایتونو کې له سلګونو کورنیو سره نغدي، د خوراکي توکو او کیمیاوې سرې مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): په فراه کې له ۳۴۵۷ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې لړۍ پيل شوه، په اروزګان کې له ۱۵۸۹ اړو کورنیو او ۱۵۸۸ کارګرو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه او په لغمان کې بیا له ۴۰۰ بزګرانو سره د کیمياوي سرې مرسته وشوه.

د فراه په پشت‌رود او پشت‌کوه ولسوالیو کې نن له ۳۴۵۷ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې لړۍ پيل شوه.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په پشت‌رود ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له خوا له ۲۵۲۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.

هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېټره غوړي، ۶ کیلوګرامه دال او ۳۰ پاکټه د خوارځواکو ماشومانو او مېرمنو لپاره د تقویې خواړه ورکول کېږي.

همداراز د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پژواک ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې نن د بشري مرستو د همغږۍ موسسې (OCHR) له خوا په پشت‌کوه ولسوالۍ کې له ۹۳۷ اړو کورنیو سره هم د نغدو پیسو مرسته شوې ده.

سرچینې ويلي، هرې کورنۍ ته ۵۲۵۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

د یو بل خبر له مخې، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې له ۱۵۸۹ اړو کورنیو او ۱۵۸۸ کارګرو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري وشوه چې تخنیکي چارې یې د دغه ریاست پر غاړه وې.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۲ کیلوګرامه دال‌نخود، ۱۰ لېټره غوړي، یو کیلوګرام مالګه او ۵ کیلوګرامه د خوارځواکو ماشومانو د تقویې خواړه ورکړل شول.

نوموړی وایي، ټولټال ۳ زره ۱۷۷ کسانو دا مرستې ترلاسه کړې چې ۱۵۸۹ یې د بې‌وزلو کورنیو سرپرستان او ۱۵۸۸ نور یې کارګر وو چې په خپلو کلیو کې د خوراکي توکو په بدل کې د لارو جوړولو پر کار ګومارل شوي وو.

له بلې خوا، د لغمان د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا له ۴۰۰ بزګرانو سره د ۳۶ میلیون ۷۹۱ زره افغانیو په ارزښت د کیمياوي سرې مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه چې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرام توره او ۲۵ کیلوګرام سپينه سره ورکړل شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.