[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): دوو چینایي سوداګرو د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې په اساسي ډول د سړکونو او لويولارو جوړولو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې له دوو چینايي سوداګرو کانسټنټ رۍ او مسټر وو سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، یادو سوداګرو په افغانستان کې د امنيت پر ټينګښت خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمينې مساعدېدو ته په اشارې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د همکاريو دوام ته چمتووالی څرګند کړ.
هغوی زیاته کړه، اوس چې پراخ کاري ظرفیت او زمینه مساعده ده، نو د اسلامي امارت په همکارۍ چینايي شرکتونه او سوداګر غواړي د بیارغونې په ځانګړې توګه په اساسي ډول د سړکونو او لويولارو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یادو سوداګرو سره په لیدنه کې وويل، اسلامي امارت پانګهوالو لپاره د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د چين – افغانستان مثبتو اړيکو ته په اشارې زياته کړه، افغانستان د چينايي سوداګرو پانګونې ته هیلهمن دی او د دغه هېواد ټولو شرکتونو او سوداګرو ته يې په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP