[restrict paid=”true”]
کندهار (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د کندهار ژېړۍ ولسوالۍ له انسټيټیوټه په لومړي ځل لسګونه زدهکوونکي فارغ شول.
د دغه انسټيټيوټ مشر شېراحمد خپلواک د کب په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل، په انسټيټیوټ کې دا مهال ۱۵۰ زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي او فارغ شوي ۳۳ کسانو د اقتصاد او عامه ادارې څانګو کې زدهکړې ترسره کړې دي.
هغه زیاته کړه: «دغه کسان چې نن فارغ شول، د لوړو زدهکړو له بشپړولو وروسته به د ژېړۍ ولسوالۍ په ادارو کې کار کوي؛ ځکه په ژېړۍ کې مسلکي کسان کم وو.»
فارغان هم وایي، نور به هم خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي څو د خپل مسلک برخه کې لوړې زدهکړې بشپړې کړي.
یو فارغ شوي جمیل څپاند په دې اړه وایي: «زه ډېر خوشحاله یم چې نن له انسټيټیوټه فارغ شوی یم، خو زه به خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم او غواړم په مسلکي ډول خپلو خلکو ته خدمت وکړم.»
یوه بل فارغ محمدقاسم بیا وویل، ډېر د خوښۍ ځای دی چې په ژېړۍ ولسوالي کې د دې ډول زدهکړو زمینه ورته برابره شوې وه.
هغه پر نورو ځوانانو هم غږ وکړ چې زدهکړو ته دوام ورکړي او هیڅکله خپلې زدهکړې نیمګړې پرې نه ږدي.
نوموړي وویل: «دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې موږ ته په خپله ولسوالي کې د دې زدهکړو زمینه برابره شوې وه، اوس به زه پوهنتون هم وایم او له هغه وروسته به هم خپلو زدهکړو ته دوام ورکوم، خو پر نورو ځوانانو هم غږ کوم چې زدهکړو ته دې دوام ورکړي.»
د کندهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت مسوولین وایي، دا مهال د دغه امریت اړوند په ښار او اتو ولسوالیو کې لس بابه لېسې او اته بابه انسټیټیوټونه فعال دي چې شاوخوا دوه زره کسان پکې په زدهکړو بوخت دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت مطبوعاتي مسوول نقیبالله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو لېسو او انسټيټیوټونو کې نجاري، د موټرو ترمیم، بانکداري، د برېښنا تخنیک او بېلابېلې نورې حرفوي زدهکړې ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: «موږ سږ کال له ټولو لېسو او انسټيټيوټونو ۷۰۰ کسان فارغ کړل او ۹۵۰ کسان جدید شمول لرو، په لېسه کې زدهکوونکو له نهم ټولګي وروسته درې کاله زدهکړې کوي او په انسټيټیوټ کې بیا دوه کاله زدهکړې کوي چې بیا پوهنتون ته ځي.»
د هغه په وینا، یو نوی پروګرام چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امریت له خوا پیل شوی، شپږ میاشتني کورسونه جوړوي او خلکو ته د بېلابېلو حرفوي زدهکړو زمینه برابروي چې دا په ښوونځي پوري اړه نه لري او هر څوک کولای شي ګډون پکې وکړي.
[/restrict]
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن