Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د « غوره خدمتونو ملي نندارتون» پرانیستل شو

کابل کې د « غوره خدمتونو ملي نندارتون» پرانیستل شو

author avatar
21 Mar 2023 - 21:53
کابل کې د « غوره خدمتونو ملي نندارتون» پرانیستل شو
author avatar
21 Mar 2023 - 21:53

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د خصوصي سکټور د تقویې او د نظام د ملاتړ په موخه، «د غوره خدمتونو ملي نندارتون» پرانیستل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې، په همدې مناسبت د دارالامان په تاریخي ماڼۍ کې، جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر مقاماتو او مسئولینو، سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړي وو.

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون لوی رئیس احمدالله وثیق وویل چې خصوصي سکټور د حکومتونو په جوړولو کې مهم ارزښت لري او د کاري فرصتونو په برابرولو کې د هغو مهمه تکیه ګاه بلل کېږي.

وثیق زیاته کړه، د افغانستان محصولات اوس نړیوال بازار موندلی او د ځان بسیاینې پر لور چټګ ګامونه پورته کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال، په ۱۴۰۱ کال کې د دغه وزارت مهمې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه شریک کړل او ویې ویل چې افغانستان په تېر کال کې د شاوخوا دوه میلیاډه ډالرو په ارزښت صادرات او د شاوخوا اووه میلیارډه ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.

مولوي جمال دغه راز د ګمرکونو، مالیاتو، جواز او پاسپورټ په برخو کې سوداګرو او صنعتکارانو ته د آسانتیاوو او شفافیت رامځته کول او پر خامو موادو ګمرکي معافیت د یاد وزارت مهمې لاسته راوړنې وبللې.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکټر عبداللطیف نظري هم، وویل چې افغانستان په تېر یوه کال کې د نړیوالو د ظالمانه فشارونو او بندیزونو سره سره، بیا هم د اقتصادي ستراتېژۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلي.

هغه زیاته کړه چې دې موده کې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او خدمات په ښه توګه وړاندې شوي دي؛ کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جلب او جذب شوي، غذايي ناامني کمښت موندلی، مالیات په شفاف ډول راټول شوي، د سترو پروژو چارې په لاره اچول شوي، له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملاتړ شوی او هېواد ته د بې کیفیته توکو وارداتو مخه نیول شوې او د کورنیو محصولاتو استفادې ته زیاته پاملرنه شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي سعدالدین سعید، له خصوصي سکټور څخه د دغه وزارت ملاتړ اعلان کړ.

هغه وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه شان نندارتونونو د جوړولو ملاتړی دی او هڅې کوي چې د بهرنیو سیلانیانو پام هېواد ته را جلب کړي چې اقتصاد مو پياوړی شي.

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد هم، په خپلو خبرو کې خصوصي سکټور د هېواد د اقتصادي ډګر اتلان وبلل او څرګنده یې کړه چې له دغه سکټور سره پوره همکارۍ ته ژمن دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمی، «د غوره خدمتونو ملي نندارتون» یو نوښت او د افغانانو تحرک وباله او ویې ویل چې اسلامي امارت د دغه شان نوښتونو او تحرکاتو بشپړ ملاتړ کوي.

هغه د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې د خصوصي سکټور او ځوانانو رول ارزښتناک وباله او پر افغانانو یې غږ وکړ چې ټول سره لاسونه ورکړي او د هېواد په پرمختګ کې خپل مسئولایت ادا کړي.

د غونډې په بهیر کې، د یو شمېر شرکتونو استازو هم د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل؛ خپلې غوښتنې او ستونزې یې شریکې کړې او د حل غوښته یې وکړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون د درېو ورځو لپاره د لیدونکو پر مخ پرانيستى دى او په کې د نارینه وو او ښځو لپاره سلګونه غرفې جوړې شوې دي. په یاد نندارتون کې برقي وسایل، خوراکي، غیرخوراکي او د مینځلو توکي، دارو درمل، لاسي صنایع او د هېواد نور محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.