Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د وړمې شپې زلزلې مرګ‌ژوبله؛ پنځه کسان مړه او ۹۲ نور ټپیان شوي

څلورم تعقیب- کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲ ): د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د وړمې شپې زلزلې له امله پنځه کسان مړه او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.

وړمه شپه (د وري لومړۍ نېټه) د ماخوستن نهه بجې او شل دقیقې یوې زورورې زلزلې د هېواد شمال‌لوېدیځ، مرکزي، ختیځ او سوېل‌ختیځ ولایتونه ولړزول؛ دغه‌راز د زلزلې ټکانونه په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم محسوس شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل: «د هېواد په ټولو ولایتونو کې وروستي ارقام کوم چې تر تېرې شپې موږ راټول کړل، پنځه تنه شهيدان شوي او ۹۲ تنه نور ټپيان دي.»

هغه زياته کړه، ټول روغتيايي مراکز د زلزلې له وخته اماده دي، روغتيايي پرسونل خپل ولس ته په خدمت بوخت دي، نهايي هڅه شوې څو بېړنيو ناروغانو ته رسېدنه وشي او زیاتوي چې د ټپيانو وضعيت ډېر نازک نه دی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.