کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲ ): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د درېیو نړۍوالو شل اوریزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې نن شپه اته نيمې بجې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دويمه نړۍواله شلاوريزه لوبه ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغو سیالیو لومړى شلاوريزه لوبه افغانستان ګټلې ده.
ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیمه لوبه سبا ترسره شي.
Views: 249
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن