ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په جاني‌خېل کې روغتیايي مرکز جوړ شو

د پکتیکا په جاني‌خېل کې روغتیايي مرکز جوړ شو

author avatar
28 Mar 2023 - 14:43
د پکتیکا په جاني‌خېل کې روغتیايي مرکز جوړ شو
author avatar
28 Mar 2023 - 14:43

ښرنه (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): په پکتیکا کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د دغه ولایت په جاني‌خېل ولسوالۍ کې د ناروې د کډوالو شورا/ NRC له لوري د ۳.۵ میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو.

په یاد ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس مولوي عارف‌الله حامد پژوک خبري اژانس ته وویل، دغه روغتیايي مرکز د جاني‌خېل ولسوالۍ اړوند د زیارت په نوم یوه لرې سیمه کې جوړ شوی چې ۳.۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی او د ناروې د کډوالو شورا له لوري ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه فرعي روغتیايي مرکز کې یو ډاکټر، یوه قابله او یو واکسیناتور کار کوي چې د یاد کلي ۶ زره اوسېدونکو ته به لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

بلخوا، د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د زیارت کلي په څېر سیمو کې د روغتیايي خدماتو نشتوالي ستونزې په کمېدو دي او ډېر ژر به په کې ۳۰ نور فرعي روغتیايي مرکزونه فعال شي.

د روغتیا ریاست د لومړنیو روغتیایی څارنو آمر ډاکټر قاسم نایل پژواک خبري اژانس ته وویل، د پکتیکا په پراخه او غرنۍ اراضي کې ډېر شمېر داسې کلي شته چې له روغتیایي لویو مرکزونو نه ډېر لري دي.

هغه زیاته کړه، په نږدې وخت کې به یو شمېر داسې لرې ساحې د روغتیایي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي.

نوموړی وايي: «په نږدې وخت کې به به پکتیکا کې ۳۰ نور فرعي روغتیایي مرکزونه فعال شي چې د سرې میاشتې، IMC ،HLMO  او نورو موسساتو له خوا کار ورباندې روان دی.»

د جاني‌خېلو ولسوالۍ اړوند د زیارت کلي اوسېدونکي محمدظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا چې ناروغه کېدل نو د درملنې لپاره مجبور ول چې زرغون ښار یا مرکز ښرنې ته کلیومترونه سفر وکړي.

نوموړی وايي: «مخکې چې به موږ ته مریض پېښېده نو دوه، درې زره افغانۍ مو په کرایه ورکولې، نو اوس موږ ډېر شکرګذار یو چې خپل کلینیک لرو.»

د یادونې ده، په پکتیکا کې د یوه ولایتي ۱۵۰ بستریز روغتون ترڅنګ، ۱۳۷ روغتیایي مرکزونه شته چې ۲۷ یې فرعي روغتیایي مرکزونه دي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.