خوست ښار (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د خوست ښاروال وایي چې تېر کال يې ١٨١ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د وړم کال په پرتله ٧٩ سلنه ډېروالی ښيي.
دغه څرګندونې د خوست ښاروال قاري بسمالله بلال د وري ۹مه ولس ته د حساب ورکونې په کلنۍ غونډه کې وکړې.
نوموړي وويل، په تېر ۱۴۰۰ مالي کال کې یې ۹۳ ميليون افغانۍ عوايد درلودل، خو په ۱۴۰۱ مالي کال کې يې بیا ۱۸۱ ميليون افغانۍ عوايد ټول کړي وو چې د تېر په پرتله ۷۹ سلنه ډېروالی ښيي.
هغه د عوايدو ډېرېدو عمده لامل د فساد مخنيوی او په اوږدمهاله قراردادونو کې روڼتيا په ګوته کړ.
ښاروال دغه راز غونډې ته وويل، هڅه يې دا ده چې په عوايدو کې يې نور زياتوالی راشي څو مناسب ښاري خدمات وړاندې کړي.
هغه زياته کړه، دا مهال په خوست ښار کې د لسګونه ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې شپږ پروژې تر کار لاندې دي او دغه راز روان کال پلان لري چې ۱۲ نورې بېلابېلې پروژې هم پيل کړي.
ورته مهال، د خوست يو شمېر ښاريان هم د ښاروالۍ له خدمتونو خوښي څرګندوي خو زياتوي چې د عوايدو سرچينې دې نورې هم زياتې کړي.
د خوست اوسېدونکي عزت مير پژواک اژانس ته وويل، کومې پيسې چې ښاروالۍ له بېلابېلو عايداتي سرچينو راټولې کړې، د ښاريانو اړتياوو ته په پام يې بايد په پراختيايي پروژو مصرف کړي.
هغه وايي، له دې سره به له یوې خوا بېروزګاره خلکو ته د کار زمينه برابره شي، له بلې خوا به یې د ښار په ښکلا کې مهم رول درلودلی وي.
د خوست يو بل اوسېدونکی محمدشفيع بيا وايي، ولس ته د حساب ورکونې دا ډول غونډې کولای شي پر حکومتي مسوولينو د خلکو باور زيات کړي.
هغه د خوست د نورو حکومتي ادارو له مسوولينو هم غوښتنه وکړه چې د دې ډول غونډو په ترڅ کې ولس ته د خپلو کړنو حساب ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP