Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د سمنټو د خامو توکو د استخراج کار پیل شو

کندهار (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د کندهار په ښوراندام سیمه کې له یوه کان څخه د سمنټو د خامو توکو د استخراج کار پرانیسته وشوه چې د سمنټو د تولید پيل به یې شاوخوا یو کال وخت ونیسي.

په دې اړه د کندهار په صنعتي پارک کې نن (چهارشنبه) غونډه جوړه شوې وه چې د چارواکو ترڅنګ د دغه کان قراردادیانو او نورو پانګه‌والو هم په کې ګډون درلود.

د کندهار د کانونو رییس مولوي عبدالحنان حامد وویل، دغه کان اوس عملاً قراردادي ته وسپارل شو او دوی به خپل کار پيلوي.

د هغه په وینا، له دې سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او ورسره به د بهرنیو وارداتي سمنټو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه: «دغه کان اوس دا دی عملاً موږ دوی ته وسپاره، دوی خپل کار پيلوي او موږ له دوی څخه غوښتنه کوو چې تولید ژر پيل کړي.»

د کانونو رییس وویل، د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې اوسمهال د مرمر ډبرو، کرومایټ، سربو او ځیني نور کانونه هم قراردادیانو ته ورکړل شوي چې کار پرې روان دی.

د سمنټو د یاد قراردادي شرکت مشر عبدالرحیم وایي، پر دغه کان شاوخوا سل میلیون ډالر پانګونه کوي چې په لومړي سر کې به یې تولید په ورځ کې ۱۲سوه ټنه سمنټ وي.

د هغه په وینا، دغه تولید به د سمنټو اړتيا او تقاضا ته په کتو په ورځ کې ۳۶۰۰ ټنه ته ورسوي او که امکانات برابر شي، بهرنیو هېوادونو ته به هم صادرات وکړي.

هغه زیاته کړه، د یاد کان لپاره یې مشینري له یوه هندي شرکت څخه اخیستې او له دغه شرکت سره یې لس کلن قرارداد کړی چې د هغوی انجنیران به ورسره کار کوي.

نوموړي وویل: «موږ د دغه کان لپاره د یوه هندي شرکت سره د لسو کالو لپاره قرارداد کړی چې مسلکي انجنیران به یې دلته کار کوي او زموږ خلک به روزي، وروسته به دوی ځي او دلته به موږ پنځه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړو.»

هغه وایي، د یاد کان د کېندنې لپاره ګچو او د ډبرو سکرو ته هم اړتیا شته او دوی به په دې برخه کې پانګونه کوي.

د کندهار د صنعتي پارک مسوول مفتي علي‌محمد هم وایي، د ډېری فابریکو خام مواد په هېواد کې ترلاسه کېدای شي خو استخراج او په دې برخه کې پانګونې ته اړتیا شته.

د هغه په وینا، پخوا د تریشرانو لپاره ډبره له ګاونډیو هېوادونو څخه راوړل کېده، خو اوس د کندهار له پنجوايي غرونو څخه استخراجېږي.

نوموړي زیاته کړه: «د کانونو استخراج د فابریکو لپاره مهم دی، هغه ډبره چې پخوا له بل هېواد څخه راوړل کېده، اوس د پنجوایي له غرونو څخه راوړل کېږي، دلته په صنعتي پارک کې د ترېشرانو په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي.»

د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په کندهار کې هم د سمنټو، سرو زرو، کرومایټ، فلورایډ، د ډبرو سکرو او نور کانونه شته چې ډېری یې په ولسوالیو کې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.