ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاسپورټ اخیستو جعلي احکامو وېشلو په تور یو شمېر کسان نیول شوي

د پاسپورټ اخیستو جعلي احکامو وېشلو په تور یو شمېر کسان نیول شوي

author avatar
30 Mar 2023 - 00:37
د پاسپورټ اخیستو جعلي احکامو وېشلو په تور یو شمېر کسان نیول شوي
author avatar
30 Mar 2023 - 00:37

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): د پاسپورټ ریاست وایي، د پاسپورټ اخیستو جعلي احکامو وېشلو په تور یو شمېر کسان نیول شوي دي.

د دغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یو شمېر جعل‌کاران د پاسپورټ ریاست مقام له احکامو په ناسمې ګټې اخیستنې، جعلي احکام خارجي بانکي حسابونو ته د ډېرو پیسو غوښتنې په ترڅ کې وېشي.

سرچینې زیاته کړې، په دې وروستیو کې یو شمېر جعل‌کاران له خپلو هېوادوالو د پاسپورټ ریاست جعلي احکامو په اخیستو سره د ګاونډیو هېوادونو بانکي حسابونو په ورکولو سره د پیسو تحویلې غوښتنه کوي او په دې سره جعلي احکام پر هېوادوالو وېشي چې ګڼې نمونې او کسان یې په تړاو نیول شوي هم دي.

د پاسپورټ ریاست له هېوادوالو غوښتي چې د جعلکارانو او فساد کوونکو په خبرو او جعلي احکامو دې نه تېروځي او د قانوني لارو چارو په وهلو سره دې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.