Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دفاع وزارت ته سپارښتنه شوې چې «بې‌سرنوشته مجاهدين» پر دندو وګوماري

کابل (پژواک، ۱۴ وري ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزرا د مرستیال په مشرۍ ناسته کې دفاع وزارت ته سپارښتنه شوې چې «بې‌سرنوشته مجاهدين» پر دندو وګوماري او له «اترا» غوښتل شوي چې محرومو سیمو ته مخابراتي خدمات برابر کړي.

د حکومت د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو، د ملي دفاع او کور او ښار جوړولو وزارتونو او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) باصلاحيته او مسلکي استازو شتون درلود.

سرچينې لیکلي چې په غونډه کې د تېر کال پر تشکيل، مالي پلان، کړنو، لاسته راوړنو، امتيازي اېن‌ټي‌اې (NTA) معاشونو او د يادو ادارو پر بالمقطع سهمیې هر اړخيز بحث وشو.

په خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې د پيلوټانو، انجينرانو، تخنيکرانو، روغتیايي کادرونو او نورو مسلکي برخو په اړه هر اړخيز بحث وشو.

خبرپاڼه کاږي: «ملي دفاع وزارت ته وويل شول چې د بې سرنوشته مجاهدينو د ثبت او ګومارنې په برخه کې اقدام وکړي او مجاهدين پر بستونو وګوماري.»

سرچینه لیکي چې په غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت مکلف شو څو په معياري ډول د ښاري پراختيا په برخه کې هڅې وکړي او پر اترا ادارې ټينګار وشو چې له مخابراتي خدمتونو محرومو لرو پرتو سيمو ته د مخابراتي خدمتونو برابرولو لپاره اقدام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.