ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر له پاکستانه په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزو هواري غوښتنه کړې ده

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر له پاکستانه په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزو هواري غوښتنه کړې ده

author avatar
5 Apr 2023 - 23:24
د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر له پاکستانه په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزو هواري غوښتنه کړې ده
author avatar
5 Apr 2023 - 23:24

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیره غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزې هوارې کړي.

د یاد وزارت له خوا د وري په ۱۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد نديم د پاکستان له سرپرست سفیر محمدجنيد وزير سره تعارفي ناسته وکړه.

سرچینې زیاته کړې، په یاده ناسته کې د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د افغانستان او پاکستان پر تاریخي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې افغانستان او پاکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له دیني او کلتوري پلوه ډېر مشترکات لري.

نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.

دغه راز د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د پاکستان له سرپرست سفیره غوښتنه وکړه چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزو په حل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه‌لیکونو بیا نوي کېدو او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو ورکولو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر محمدجنید وزیر په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي او اکاډمیکو اړیکو ډاډ ورکړ.

د یادولو ده، په دې لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د محصلینو د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.