Language

د افغانستان کرکټ بورډ: درې لوبغاړي په کورني کرکټ کې څلور میاشتې له لوبو منع شول

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، سمیع‌الله شینواری، محمد شهزاد او افتاب عالم یې د دغه بورډ له اجازې پرته د هند په لیجنډز لیګ سیالیو کې د لوبېدو له امله لږ تر لږه څلور میاشتې په کورني کرکټ کې له لوبو منع کړي دي.

لیجنډ کرکټ لیګ سیالۍ هغه لوبې دي چې پخواني او تقاعد شوي هغه لوبغاړي په کې لوبېږي چې مخکې یې د خپلو هېوادونو په لوبډلو کې په نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستي وي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو له مخې هېڅ لوبیدونکی لوبغاړی نه شي کولی چې د خپل اړوند بورډ له اجازي پرته په کوم بهرني لیګ کې ولوبیږي.

خبرپاڼه کې راغلي: « د هندوستان لیجنډز لیګ، نه خپله د هند کرکټ بورډ او نه هم د کرکټ نړیوالې شورا سره ثبت دی، په داسې حال کې چې د دواړو سره ثبتېدل شرط دي، د دې لیګ په اړه د کرکټ نړیوالې شورا زموږ د فساد ضد څانګې ته خبر ورکړی و چې دا لیګ زموږ سره رسمیت نه لري یا ثبت نه دی، نو باید خپلو لوبغاړو ته د لوبیدو اجازه ورنه‌کړئ.»

سرچینه زیاتوي چې افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا له اصولو سره سم، خپل درې لوبغاړي؛ سمیع‌الله شینواری، محمد شهزاد او افتاب عالم، د هند په لیجنډز کرکټ لیګ کې د اجازه‌لیک له اخیستو پرته د لوبېدو له امله، لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره له کورني کرکټ څخه منع کړي دي.

د لیجنډ لیګ سیالۍ د ۲۰۲۶ کال په تېره مارچ میاشت کې په هند کې ترسره شوې.