کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر دندو له بندیز وروسته ټاکل شوې چې د دغه سازمان امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا ناسته وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس په یوه ټوېټ کې لیکلي چې دا ناسته به نن (پنجشنبه) ترسره شي.
هغې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر دندو بندیز په اړه د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړه نفرتپارونکې بللې او زیاته کړې چې افغان ښځينه کارکوونکې په افغانستان کې د بشري مرستو او خدماتو وړاندې کولو یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو چارواکو د اسلامي امارت دغه تازه اقدام د دغه سازمان له منشور سره په ټکر کې بللی او د فوري لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه ټوېټ کې لیکلي، په افغانستان کې له دغه سازمان سره د افغان ښځو پر همکارۍ بندیز د بشر د یوه ابتدايي حق له زغملو سرغړونه ده.
نوموړي له اسلامي امارته د یادې پرېکړې د ژر لغوه کولو غوښتنې ترڅنګ ویلي، هغه ټول اقدامات چې د کار، تحصیل او ازادۍ لپاره د ښځو او نجونو حقوق محدودوي، باید لغوه شي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي رامز الاکبروف ویلي چې دغه ممنوعیت د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی او ټينګار یې کړی چې دغه سازمان به خپل اصول هیڅکله بابیزه ونه ګڼي.
دغه غبرګونونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر دوې ورځې مخکې (سهشنبه، د وري ۱۵مه) د یوه ټویټ ټویټ په خپرولو سره ویلي وو، د افغانستان سرپرست حکومت سیمهییز چارواکي د دغې ادارې ښځينه کارکوونکې نه پرېږدي چې خپلو دفترونو ته لاړې شي.
له دغه ممنوعیت وروسته، یوناما په افغانستان کې خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته -چې ۴۰۰ یې ښځینه دي- امر وکړ چې راتلونکي ۴۸ ساعتونه دې خپلو دندو ته نه ځي او د چهارشنبې په ورځ یې دا غوښتنه د نامعلوم وخت لپاره وغځوله.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته ويلي چې دا مسله یوازې په ننګرهار کې د یوه څه ستونزې له امله را منځته شوې او د یاد سازمان نور کارکوونکي په ولایتونو کې خپلو دندو دوام ورکوي.
Views: 96
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن