[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم د يو شمېر ديني مدرسو پر مسوولينو نيوکه وکړه چې ګواکې ځينو کسانو ته يې د لويې دورې جعلي سندونه ورکړي، څو د لوړو زدهکړو له وزارت څخه پرې د ليسانس معادل سند ترلاسه کړي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم نن د پلازمېنې کابل او ۵ ولايتونو له يو شمېر ديني عالمانو سره د ديني تخصصاتو د نصاب پیاوړتیا او څرنګوالي په اړه مشورتي ناسته وکړه.
سرچینې زیاته کړې، په دغه ناسته کې چې د ميدان وردګو، لوګر، کاپيسا، پروان او ننګرهار ولايتونو يو شمېر ديني عالمانو ګډون کړی وو، د ديني علومو د تخصصاتو د اهميت په اړه بحث وشو او د لوړو زدهکړو وزارت ته يې د ديني تخصصاتو د نصاب پياوړتیا او څرنګوالي په اړه سلا مشورې ورکړې.
مولوي ندامحمد ندیم وویل، اوسمهال په کابل او کندهار ولایتونو کې د ديني تخصصاتو مرکزونه فعال دي او په ۵ نورو زونونو کې د ديني تخصصاتو د مرکزونو جوړول د امیرالمؤمنین له لوري منظور شوي او په نږدې راتلونکي کې به فعال شي.
نوموړي زياته کړه، په هېواد کې د لوړو زدهکړو د کيفيت ښه کولو په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي او په همدې موخه د تېر يوه کال په موده کې د تحصيلي نصاب د تجديد او توحيد لپاره د پام وړ کار ترسره شوی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست همدارنګه د يوشمېر ديني مدرسو پر مسوولينو له دې امله نيوکه وکړه چې ګواکې ځينو کسانو ته يې د لويې دورې جعلي سندونه ورکړي، ترڅو د لوړو زدهکړو له وزارت څخه پرې د ليسانس معادل سند ترلاسه کړي.
هغه د مدرسو له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه، هغه چا ته دې د لويې دورې اسناد نه ورکوي چې وړتیا يې ونه لري او په وينا يې، هغه کسان چې له مدرسو څخه جعلي سندونه اخلي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د غونډې ګډونوالو وويل، اوسمهال په هېواد کې متخصصو قاضيانو، څارنوالانو، حقوقي سلاکارانو، ماهرو مدافع وکيلانو، د ديني علومو متخصصو ښوونکو، حکيمو دعوتګرانو او د اسلامي بانکدارۍ متخصصينو ته جدي اړتيا ده او د ديني تخصصاتو د مرکزونو په جوړېدو سره به دغه اړتیا پوره شي.
د یادونې ده، اوسمهال د کابل او کندهار د دیني تخصصاتو په مرکزونو کې د قضا او افتاء په برخه کې زدهکړې دوام لري او ژر به د تفسیر او علومالقران، حديث، دعوت او ارشاد، اسلامي بانکدارۍ او د اسلام اقتصادي نظام په برخو کې هم عملي تخصصي زدهکړې پیل شي.
[/restrict]
Views: 346
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن