ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو له خوا د وړیا خدمتونو کچه لوړه شوې ده

کابل ښار کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو له خوا د وړیا خدمتونو کچه لوړه شوې ده

author avatar
10 Apr 2023 - 16:23
کابل ښار کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو له خوا د وړیا خدمتونو کچه لوړه شوې ده
author avatar
10 Apr 2023 - 16:23

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): په کابل ښار کې یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونه له بې‌وزلو سره د مرستې په موخه ځينې ورځې وړیا خدمتونه وړاندې کوي؛ شنونکي دغه کار نیک ګام او بشرپالنه بولي او له نورو شخصي کلینیکونو هم د ورته اقداماتو ترسره کولو غوښتنه کوي.

د کابل ښار په کارته‌پروان سیمه کې د «رحمان خصوصي کلینیک»، په خوشحال خان کې «انصار معالجوي خصوصي روغتون» او «المنصور خصوصي کلینیک»، د خیرخانې په درېیمه حصه کې «الرحمن معالجوي روغتون»، «وطن خصوصي روغتون»، « کلینیک سراپا چشم ظریف»، «شفق د عقلي او عصبي ناروغیو درملنې مرکز»، د هاضمې سیسټم او انډوسکوپي ناروغیو متخصص دوکتور احمدفهیم مهرزاد اعلان کړی چې په یو شمېر ځانګړو برخو کې په تخفیف او په نورو ټولو برخو کې وړیا خدمات وړاندې کوي.

پژواک خبري اژانس د یادو روغتیايي مرکزونو د کار جریان په تړاو راپور چمتو کړی دی.

د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې «رحمان کلینیک» هم اعلان کړی چې په اوونۍ کې درې ورځې وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

یاد کلینیک د ټلوېزیوني معایناتو، عمومي داخلې او نسايي ولادي برخو کې فعالیت کوي چې په اوونۍ کې د بېوزلو او اړو کسانو لپاره درې ورځې وړیا خدمات وړاندې کوي.

د رحمان خصوصي کلینیک رییس ډاکتر سیف‌الرحمن پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل: «د دغه کلینیک له جوړېدو راهیسې په اونۍ کې درې ورځې یک‌شنبې، سه‎شنبې او پنج‌شنبې په وړیا ډول د ناروغانو درملنه کوو.»

د هغه په خبره، په دغه کلینیک کې د فېس له اخیستو پرته د شکر، ادرار، امېدوارۍ، تور او سپین زېړي ناروغانو معاینات ترسره کوي.

هغه وايي، نورې ورځې د ادرار له معاینې ۱۰۰ افغانۍ، له ټلوېزیوني معاینې ۳۰۰ افغانۍ او د تور او سپین زیړي له معاینې ۲۰۰ افغانۍ فیس اخلي.

ډاکتر سیف‌الرحمن پښتون په دې اړه چې ولې وړیا خدمتونه وړاندې کوي وویل: «دغه کار مو له خلکو سره د خیر ښېګڼې لپاره کړی دی … څو د بې‌‌سرپرسته ناروغانو او هغه کسانو سره چې اقتصادي ستونزې لري، مرسته وکړای شو.»

د «انصار معالجوي روغتون» هم اعلان کړی چې بې‌وزلو کسانو ته په اونۍ کې دوې ورځې وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

یاد روغتون څلور کاله وړاندې د کابل ښار په خیرخانې کوتل کې جوړ شو او د عمومي داخله، د ماشومانو داخله، نسايي ولادي، جلدي او ښکلا، ارتوپيدي، عمومي جراحي، عقلي او عصبي، ستوني او غوږ، یورولوژي، د غاښونو څانګه، د سترګو، اندوسکوپي او فزیوتراپي په برخو کې فعالیت لري.

د «انصار معالجوي روغتون» اداري مدیر عبدالمختار احمدي وویل، دغه روغتون د دوشنبې او پنج‌شنبې په ورځو کې بې‌وزلو، کونډو او هغه کسانو ته چې اقتصادي ستونزې لري، وړیا خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړی زیاتوي، په اختصاصي ورځو کې د ډاکټر د معاینې، د ویني غوړ، شکر، او ځیګر معایناتو لپاره له ناروغانو پیسې نه اخیستل کېږي.

د نوموړي په وینا، په نورو ورځو کې د ډاکټر فیس ۲۰۰ افغانۍ دی او د نورو معایناتو فیس هر یو شاوخوا ۴۰۰ افغانۍ کېږي.

سرچینې څرګنده کړه چې په دغه روغتون کې پر دوو ورځو وړیا خدمتونو سربېره، د عملیاتو په برخه کې هم تخفیف ورکړل شوی دی.

هغه وویل، په وړیا ورځو کې ډېری کونډې، بې‌وزله، د شهیدانو کورنۍ چې ډېری یې ښځینه دي، د درملنې لپاره یاد روغتون ته مراجعه کوي.

په ټولنیزو شبکو کې اعلانونه

د «کلینیک سراپا چشم ظریف» په فیسبوک‌پاڼه کې راغلي: «د کلینیک سراپا چشم ظریف په پام کې لري چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د هغو بې‌وزلو کسانو وړیا درملنه وکړي چې د سترګو د پردې ستونزه لري.»

دغه‌راز، د «شفاخانه وطن» په فیسبوک‌پاڼه کې راغلي: «د وطن روغتون وړیا خدمتونو وړاندې کولو په دوام سره د واکسین، د حاد شل کېدو ګوزڼ، توبرکلوز، درماني اکسیجن، له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو سکریننګ ترڅنګ دا ځل د کورنۍ تنظیم خدمتونه هم د وطن روغتون په وړیا بسته کې شامل شول.»

همداراز، «د شفق عقلي او عصبي ناروغیو د درملنې مرکز» هم په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې په خپلو خدمتونو کې یې تخفیف په پام کې نیولی دی.

د هاضمې سیستم او اندوسکوپي متخصص ډاکټر احمدفهیم مهرزاد په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي: «د هاضمې سیستم ټولو هغو ناروغانو ته چې اقتصادي ستونزې لري خبر ورکول کېږي چې د هاضمې سیسټم او اندوسکوپي ټرینر متخصص ډاکټر احمد فهیم (مهرزاد) د روژې په مبارکه میاشت کې له فیس پرته په وړیا ډول ناروغان معاینه او درملنه یې کوي.»

ناروغان د وړیا خدمتونو له وړاندې کولو هرکلی کوي

د کابل ښار د خيرخانې سيمې اوسېدونکې وجيهه د انصار روغتون د دغه اقدام هرکلى کوي او وايي: «یوې ملګرې مې راته وويل چې دلته وړيا درملنه کېږي، دلته راغلم او ټول معاينات مې په وړيا توګه ترسره شول، خیر دې یوسي.»

نوموړې چې د شکر معاینې لپاره یاد روغتون ته راغلې وایي، له کلونو راهیسې پر دې ناروغۍ اخته ده او د غه روغتون له جوړېدو مخکې يې نورو خصوصي روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوله او د معاينې لپاره يې پيسې ورکولې.

په ورته وخت کې، د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل اوسېدونکې سیما -چې د درملنې او معاینې لپاره انصار روغتون ته یې مراجعه کړې- د دغه روغتون وړیا خدمتونه ستايي او زیاتوي: «زه نن راغلم چې د وینې غوړ مې معاینه کړم، له دې وړاندې نورو روغتونونو کې د وینې د غوړ معاینه کولو لپاره مې ۵۰۰ افغانۍ ورکولې، دلته په بشپړه توګه وړیا ده.»

نوموړې د یاد روغتون له دغه اقدامه هرکلی کوي او هیله‌منه ده چې نورو خصوصي روغتونونو ته ښه الګو اووسي؛ ځکه ډېر خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

یو شمېر پوهان د ځینو خصوصي روغتونونو له خوا د وړیا روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ستایي او دا یوه بشردوستانه کړنه بولي.

د سیاسي او ټولنیزو چارو پوه عبدالله کاکړ نثاري پژواک خبري اژانس ته وویل: «ځیني کلینیکونه او روغتونونه چې په اونۍ کې دوه یا دری ځلې وړیا خدمتونه لري، یو ډېر د خیر کار، یو انساني عمل او د بشردوستۍ د فعالیت یوه بېلګه ده؛ ځکه زموږ په هېواد کې د خلکو اقتصاد ضعیف دی، مخکې د ډالرو باران و خو اوس زموږ د خلکو اقتصاد ډېر کمروزی دی.»

نوموړي دغه کار نیک ګام او انسانی عمل وباله او زیاته یې کړه، دغه چاره د کمرزوي اقتصاد لرونکو لپاره لویه مرسته ده.

سرچینه وایي، د روغتونونو او کلینیکونو دغه کار په غیرمستقیم ډول د هغوی د شهرت لامل ګرځي، په راتلونکي کې یې مراجعین ‌ډېرېږي او د هېوادوالو باور هم ترلاسه کوي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې څانګې استاد ډاکټر شرف‌الدین عظیمي د خصوصي روغتونونو له دغه اقدامه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: «د طبي یا اروایي کلینیکونو د خدمتونو وړیا کول کولای شي چې دوه جهته ولري، هم مثبت اړخ هم منفی اړخ؛ له یوه اړخه زموږ ځینې کورنۍ چې د توصیه شوو درملو د پېرلو توان نه لري خو ناروغ دی او اړ دی چې درمل وپېري، یا قرض کوي یا سوال کوي، باید داسې ناروغان کلینیکونو او روغتونونو ته وروپېژندل شي څو درملنه یې وشي.»

د هغه په وینا، د یادې موضوع منفي او نامناسب اړخ دا دی، کله چې د روغتیایي مرکزونه خپل خدمتونه وړیا کړي، څو ستونزې رامنځته کوي، هغه لومړیتوب چې روغتیا او سلامتي یې لري له منځه ځي، هغه خدمتونه چې په وړیا ډول د ډاکټرانو او کلینیکونو له لوري وړاندې کېږي، پایله یې ډېره کمزورې وي.

په ورته وخت کې، د عمومي جراحۍ متخصص فردین غرمان او د افغانستان د خصوصي روغتونونو د ټولنې رییس وویل: «خصوصي روغتونونه تل د خلکو پر وړاندې ژمن دي او په ښه ډول خدمتونه وړاندې کوي، ۷۰ سلنه د روغتیایي خدمتونو عرضه کول په خصوصی سکتور پورې اړه لري، زه دوی هڅوم.»

د هغه په وینا، په کابل ښار کې ډېری خصوصي روغتونونه شته چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله یو یا دوه ورځې وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي د خصوصي روغتونونو دغه کار وستایه او هیله‌مندي یې وښوده چې په ټول هېواد کې د دوی په شان نور کلینیکونه او روغتونونه هم د بې‌وزلو او هغو خلکو لپاره چې اقتصادي ستونزې لري د وړیا درملنې ځانګړې ورځې برابرې کړي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.