Language

مدینه منوره کې د افغان حاجیانو لپاره د اوسېدو ځای او خوړو قراردادونه لاسلیک شول

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په مدینه منوره کې د افغان حاجیانو د حج فریضې اداء کولو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو او د اړینو خدماتو وړاندې کولو په موخه د استوګن‌ځایونو او خوړو قراردادونه لاسلیک کړل.

یاد وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: «په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د روان ۱۴۴۴هـ ق مطابق ۱۴۰۲ هـ ش کال د حج فریضې په اداء کولو کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او هغوی ته د اړینو خدماتو وړاندې کولو په موخه د سکن او په لومړي ځل د تغذیې قراردادونه وشول.»

سرچینې لیکلي، د افغان حاجيانو لپاره د استوګنې ودانۍ نبوي حرم ته نږدې نیول شوې چې پر ټولو عصري اسانتیاوو سمبال دي.

سرچینه دغه‌راز وايي، اړوند وزارت په لومړي ځل په مدینه منوره کې حاجیانو ته د خوړو چمتو کولو قرارداد هم وکړ چې له مخې به یې، افغان حاجیانو ته په کم لګښت درې وخته خواړه په خپلو ځایونو کې رسېږي او د تېرو کلونو په شان به اړ نه وي چې په خوړو پسې لرو ځایونو ته لاړ شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، یاد  قراردادونه له کابله د اړوندو ارګانونو د ګډ لېږل شوي پلاوي په دوامدارو هلو ځلو، د سیمې او نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په پرتله په کم قیمت شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه قراردادونه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د لېږل شوي پلاوي مشر مولوي عبدالولي حقاني، د «موسم المدینة للنزل السیاحیة» موسسې مشر محمد قصلي علي الشهري او د «صفوة الوسام لخدمات الإعاشة» شركت د رییس محمدفرحان قریشي ترمنځ په مدینه منوره کې د افغان حاجیانو د بعثې په دفتر کې لاسلیک شول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په مکه مکرمه کې هم د افغان حاجيانو لپاره د استوګنځي، اعاشې او ټرانسپورټ قراردادونه وروستۍ مرحلې ته نږدې شوي او په نږدې ورځو کې به د هېوادوالو ګټو او مصالحو ته په پام لاسلیک شي.