ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چین: امریکا په افغانستان کې په سیاسي او نظامي ډګر کې ماتې خوړلې ده

چین: امریکا په افغانستان کې په سیاسي او نظامي ډګر کې ماتې خوړلې ده

author avatar
14 Apr 2023 - 18:11
چین: امریکا په افغانستان کې په سیاسي او نظامي ډګر کې ماتې خوړلې ده
author avatar
14 Apr 2023 - 18:11

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا په افغانستان کې په سیاسي او نظامي توګه ماتې خوړلې او د ترهګرۍ په نوم له مبارزې سره ترهګري نوره هم ډېره شوه.

چینایي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پرون د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو د سیمې ځينو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه پر امریکا سختې نیوکې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې متحده ایالتونه باید په افغانستان کې له خپلو ناکامیو عبرت واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ څو ورځې مخکې له  افغانستانه د په بېړه وتلو پړه پر پخواني ولسمشر ټرمپ واچوله او دا یې استخباراتي ماتې وګڼله.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکا ماتې څو  اړخونه درلودل.

قین ګنګ زیاته کړې، امریکا په افغانستان کې نظامي ماتې وخوړه؛ ځکه چې نظامي عملیات په افغانستان کې سوله را نه وستلای شوه او جګړه یې تر ۲۰ کلونو پورې وغځوله.

د هغه په وینا، امریکا په افغانستان کې سیاسي ماتې هم وخوړه؛ هغوی په افغانستان کې ډیموکراسي تحمیل کړه او دا یوه ناکامه هڅه وه چې له امله یې ملي پخلاینه هم رامنځته نه شوه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا درېیمه ناکامي له ترهګرۍ سره مبارزه  وه، څومره چې دوی دا مبارزه کوله، همدومره ترهګر ورسره زیاتېدل، پخوا په افغانستان کې یوه ترهګریزه ډله وه، خو کله چې امریکا ووته دا شمېر ۲۰ ته ورسېد.
د هغه په وینا، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل په دې معنا نه وو چې دغه هېواد له مسوولیتونو هم خلاص شي، بلکې امریکا دې د افغانانو پر کړاوونو او ستونزو سترګې نه پټوي او د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ژر تر ژره ور خوشې کړي.

امریکا تر اوسه د چین د بهرنیو چارو وزیر یادو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.