Language

د ملي پراختیا شرکت په روان کال کې ۸۲ پروژې پلې کوي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، د روان کال په اوږدو کې د ټول هېواد په کچه ۸۲ بېلابېلې پروژې پلې کوي.

د یاد شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل نن په کابل کې د دغه وزارت د تېر کال کړنو او لاسته‌راوړنو په تړاو جوړې شوې غونډه کې وویل چې روان کال د ٨٢ هغو پروژو چارې چې د سیاسي بدلون له امله ځنډېدلې وې، بېرته پیلېږي.

هغه زیاته کړه چې د قوش‌تېپې کانال د لومړي فاز چارې ۷۲ سلنه بشپړې شوې دي.

نوموړی وایي، د کمال خان بند مربوطاتو کې د افضل کلا او ترکو کانال کیندنې چارو ۹۲ سلنه بشپړې شوې دي.

login or register a new account.