کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، د روان کال په اوږدو کې د ټول هېواد په کچه ۸۲ بېلابېلې پروژې پلې کوي.
د یاد شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل نن په کابل کې د دغه وزارت د تېر کال کړنو او لاستهراوړنو په تړاو جوړې شوې غونډه کې وویل چې روان کال د ٨٢ هغو پروژو چارې چې د سیاسي بدلون له امله ځنډېدلې وې، بېرته پیلېږي.
هغه زیاته کړه چې د قوشتېپې کانال د لومړي فاز چارې ۷۲ سلنه بشپړې شوې دي.
نوموړی وایي، د کمال خان بند مربوطاتو کې د افضل کلا او ترکو کانال کیندنې چارو ۹۲ سلنه بشپړې شوې دي.
همدارنګه په دې غونډه کې د ملي پراختیا شرکت د بنایي ساختماني چارو رییس عبدالله احمدزي وویل چې په ټول هېواد کې د شاوخوا ۶۰۰ پروژو چارې د پرمختیايي بودجې د نه شتون له امله ولاړې دي.
هغه وایي، یاد شرکت د روان کال په اوږدو کې د ټول هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۸۲ پروژې پلې کوي.
نوموړی وایي چې په دې پروژو کې د قوشتېپې کانال لومړي فاز د کیندنې چارې، د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو چارې، د تخار ولایت د نمک آب کانال، د توري بند، د پتلونې او شفلوع بندونو چارې بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
همدارنګه نوموړی وایي چې روان کال به په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د دويمې کاسې د تخنیکي سروې او د امکان سنجۍ چارې هم پیل شي.
احمدزي زیاته کړه چې د یاد شرکت په دولتي ادارو شاوخوا ۱۸،۴ میلیارد افغانۍ پور پاتې دی او دغه راز له یادو ادارو یې غوښتنه وکړه چې دغه پیسې ورکړي.
هغه وايي، د ملي پراختیا پر شرکت هم د یو شمېر خصوصي شرکتونو پورونه شته چې د ورکولو لړۍ یې روانه ده.
نوموړی وایي، دغه شرکت په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې په خپلو داخلي عوایدو ۸۳ پروژې بشپړې او اړوندو سکټورونو ته سپارلې دي.
هغه زیاته کړه، په دې پروژو کې په ولایتونو او ولسوالیو کې جامع جوماتونه، د فاتحه خونې سالونونه، ورزشي جمنازیومونه، د پوهنتونونو لیلیې، په روغتونونو کې انتظارخونې، سل بستریز روغتونونه، قوشتیپې کانال څېړنیز فارم او یو شمېر نورې پروژې شاملې وې.
د ملي پراختیا شرکت مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه شرکت په ۱۳۹۸ کال کې رامنځته شوی چې له جوړښته تر اوسه یې شاوخوا ۴۵۷ پروژې بشپړې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











