[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): د پاکستان مذهبي چارو مرکزي ویر مفتي عبدالشکور په اسلاماباد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
پاکستاني رسنیو د وري په ۲۶مه د شپې ناوخته د اسلاماباد د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه ماخوستن ناوخته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، مفتي عبدالشکور له میریټ هوټله د چارو ادارې لور ته روان و چې په لاره کې یې موټر ټکر کړی دی.
پولیسو ویلي، د مذهبي چارو وزیر په خپله موټر چلاوه، کله چې له هوټله راوځي، له یو بل ډاټسن موټر ورسره ټکر کوي.
د راپورونو له مخې، هغه لومړی سخت ټپي و، خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
هغه د پاکستان د مشهور مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام چې مولانا فضلالرحمن یې مشري کوي، غړی او له قبایلي سیمو څخه د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړی هم و.
[/restrict]