Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک سبا ۱۴ میلیون ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د هېواد مرکزي بانک نن د یوه ټوېټ په خپرولو سره له ټولو هغو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

یاد بانک په ډاګه کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې دغه بانک ته وسپاري.

د یادونې ده، مرکزي بانک د روان کال د وري په ۲۴مه هم ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.