کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): ملګري ملتونه وایي چې په تېره یوه لسیزه کې د نړۍ په کچه نږدې زر خبریالانو د حقایقو موندلو په لټه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ملګرو ملتونو تېره ورځ (سه شنبه) د یوه راپور په خپرولو ویلي چې له دې ډلې له هرو لسو قضیو نهه یې نه دي حل شوې.
د یاد سازمان په خبره، د خبریالانو خوندیتوب پیاوړي کول او د هغو کسانو د مجازاتو لپاره مبارزه چې پر خبریالانو بریدونه کوي، د مطبوعاتو ازادي او د بیان ازادي د یونیسکو په ملاتړ اصلي اقدامات دي.
په راپور کې لیکل شوي: «موږ د ملګرو ملتونو له اقدامه د خبریالانو خوندیتوب او د اړوندو نړۍوالو ژمنو په لار کې له مجازاتو د خوندیتوب لپاره له خبریالانو ملاتړ کوو.»
ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې ملي او سیمهییزې وړتیاوې د خبریالانو پر وړاندې له بریدونو د مخنیوي، څارنې او ساتنې لپاره رامنځته کوي او پراختیا ورکوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن