ګردېز (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): د پکتیا چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۵ اعشاریه ۵ میلیون افغانیو په لګښت دوه سړکونه جوړ او ګټې ته وسپارل شول.
د ګردېز ښاروال محمدشريف الهام پژواک خبري اژانس ته وویل: «لومړى سړک د ښار ختیځه برخه کې د ۵۵۵ متره په اوږدوالی او ۱۵ متره پلنوالی او دویم سړک ۷۷.۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره پلنوالى لري چې د ښار یو له مهمو سړکونو شمېرل کېږي.»
هغه زیاته کړه، د یادو سړکونو لګښت ۱۵ اعشاریه ۵ میلیون افغانۍ شوی او پیسې يې د ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکړل شوې دي.
د الهام په خبره، د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د ښار د ګڼې ګوڼې کمولو او ښاري ستونزو د حل سربېره د ښار یو شمېر ساحې یو له بل سره وصل او ښار به هم پراختيا پيدا کړي.
د ګردېز ښار اوسېدونکي د دغو سړکونو پر جوړېدو خوښي ښيي او د ورته نورو کارونو ترسره کولو غوښتنه کوي.
د ياد ښار يو اوسېدونکي روزهالدين حقمل پژواک ته وويل: «دا د خوشالي خبره ده چې په ښار کې دوه سړکونه جوړ شول او په دې سره به ښاريانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې رامنځته شي.»
نوموړي وويل چې په دغه ښار کې ډېرو ځايونو کې سړک جوړولو او نورو چارو ترسره کولو اړتيا شته چې بايد ترسره شي.
د يادولو ده، له تېر يو کال راهيسې په ګردېز ښار کې د ماسټر پلان پلي کولو چارې روانې دي چې په ترڅ کې يې يو شمېر سړکونه جوړ او بېلابېلې پروژې عملي شوې دي.
Views: 152
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن