[restrict paid="true"]
لښکرګاه ( پژواک ، ۷ غویی ۱۴۰۲ ): د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د کمکي اختر په مناسبت د غیږ نیونې جوړې شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل ؛ د غیږ نیونې دا سیالۍ چي د سنګین په مرکز کې ترسره شوې چې پکې د ګرشک، کجکي، موسی کلا ولسوالیو تر څنګ د کندهار، ارزګان، هرات او فراه ولایتونو غیږبازانو هم برخه اخیستې وه.
نوموړی زیاته کړه، د غه سیالۍ چي د کوچني اختر د دوهمي ورځي څخه پیل شوي وې لیدلو ته یې په سلګونو مینه وال راتلل چي وروستۍ لوبه یې د سنیګن ولسوالۍ د دوو لوبډلو تر منځ په مساوي توګه پای ته ورسېده.په داسې حال کې یادي د غیزنیوني سیالۍ ترسره کېږي چي تر دې وړاندي د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کي هم د کوچني اختر په مناسبت د غیږنیوني سیالۍ ترسره شوي وې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP