ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اندونیزیا د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده

اندونیزیا د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده

author avatar
2 May 2023 - 09:23
اندونیزیا د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده
author avatar
2 May 2023 - 09:23

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت ویلي، د نشه‌یي توکو روږدو درملنې برخه کې يې له اندونیزیا د مرستې غوښتنه کړې ده.

د عامې وزارت تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت له پولیو د له منځه وړو ملي بېړني عملیاتي مرکز مشر ډاکټر نېک ولي‌شاه مومن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اندونیزیا له شارژدافير بودي رحمت سوریاسپوترا سره ولیدل.

سرچینې لیکلي، د پولیو د له منځه وړو ملي بېړني عملیاتي مرکز مشر د اندونیزیا له شارژدافير سره د افغانستان د روغتیا، په ځانګړې توګه د پولیو ناروغۍ پر له منځه وړلو خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، مومن د اندونیزیا له شارژدافیر وغوښتل چې هېواد یې د پولیو په له منځه وړو کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت له لوري په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو په پیاوړتیا، عصري کولو او د لویو روغتونونو تشخیصي برخو لپاره د عصري او پرمختللو وسایلو په چمتو کولو کې همکاري وکړي.

سرچینه زیاته کړه، مومن دغه راز د اندونیزیا له شارژدافیره د روږدو درملنې، د روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړونې او د دغه هېواد له لوري په افغانستان کې د جوړ شوي روغتون د لا پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د سرچینې معلوماتو له مخې، د اندونیزیا شارژدافیر بودي رحمت د عامې روغتیا له وزارت سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د دې ډول ناستو پر دوام ټینګار وکړ.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.