لښکرګاه (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن د دغه ولایت له نږدې څلور زرو دیني عالمانو څخه د لويې دورې د اسنادو ارزونې او ازموینې بهیر پيل شو.

د یادې پروسې د څارنې لپاره له کابله د هېواد د ازموینې ملي ادارې مشر شیخ عبدالباقي حقاني هم ورغلی و.

هغه په یادو مراسمو کې وویل: «کوم دیني عالمان چې لوړه دوره یې بشپړه کړې وي او اسناد یې تصدیق ولري، په ازموینه کې برخه اخیستی شي.»

نوموړي زیاته کړه، په ننۍ ازموینه کې د ګډون لپاره نږدې څلور زرو دیني عالمانو نوملیکنه کړې ده.

په ورته وخت کې، د هلمند پوهنتون رییس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن د دې پروسې هرکلی وکړ او ويې ویل، په دې سره دیني عالمان کولی شي چې رسمي تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «اوس د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره هغه دیني عالمان چې کلونه کلونه یې زحمت ایستی وي، د هغوي د زیار په بدله کې د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې اسناد ورکول کېږي.»

بلخوا هغه دیني عالمان چې په یاده پروسه کې يې ګډون کړی هم خوښ دي چې له ارزونې وروسته تحصیلي اسناد ورکړل شي.

یو دیني عالم مولوي محمدثاقب وایي: «دا پروسه ډېره ګټوره ده، له یوه پلوه به مو اسنادونه وکتل شي او له بلي خوا به بیا د لیسانس اسنادونه راکړل شي. «

یو بل دیني عالم مولوي نیکمحمد وویل، که چېرې دوی په ازموینه کې بریالي شي نو د خپلې وړتیا مطابق به هېواد ته خدمت وکړي.

د یادونې ده، دا په هلمند کې لومړی ځل چې له دومره ډېر شمېر دیني عالمانو څخه ازموېنه اخیستل کېږي او د لوړو زدهکړو وزارت اسناد ورکول کېږي.