کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د راتلونکې شنبې په ورځ کندهار کې د ایمرجېنګ (له ۲۳ کلنو کمعمره) لوبغاړو یو ورځنۍ سیالۍ پيلېږي.
کرکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د رحمت ولي ایمرجېنګ کرکټ جام یا له ۲۳ کلنو کمعمره لوبغاړو سیالۍ به د غويي په ۱۶مه نېټه پېل شي او د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.
سرچینه زیاتوي، دغه لوبې به د یو ورځنیو سیالیو په بڼه ترسره شي او څلور لوبډلې «ځوان اتلان، ماهیپر ستوري، هېواد ساتونکي او اباسین ځوانان» به پکې ګډون ولري.
یادې ادارې ویلي، په دغو سیالیو کې به د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې او د کورني کرکټ ځلېدلي لوبغاړي هم برخه ولري.
کرکټ بورډ وایي، د کرکټ اسیایي شورا له لوري په راتلونکې کې د ایمرجېنګ یا له ۲۳ کلنو کمعمره لوبغاړو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ هم ترسره کېږي چې یادې سیالۍ دغه جام ته د ښه چمتووالي او د لوبغاړو بوخت ساتلو په موخه ترسره کېږي.
سرچینه زیاتوي چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري هر کال د کورني کرکټ په چوکاټ کې ګڼ شمېر سیالۍ ترسره کېږي، څو د کورني کرکټ پیاوړي لوبغاړي په لوبو کې بوخت پاتې شي او په خپلو ښو کارګردګیو سره ملي لوبډلو ته لاره ومومي.
د یادونې ده، د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د روانې غویي میاشتې په اتمه نېټه په خوست کې د زرغون افغانستان کرکټ دویم پړاو یو ورځنۍ سیالۍ هم پيل شوې چې په دغو سیالیو کې د کرکټ ملي لوبغاړي هم لوبېږي.
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن