ژبه

د ایرلنډ پر وړاندې د لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

Ahmad sohaib

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷:۴۳

Views: ۸۲

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره د ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه نوملړ کې لوبډلمشر رحمت شاه، رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، حشمت‌الله شهیدي، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، اکرام علي‌خېل، راشد خان، ننګیال خروټی، الله‌محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم ساپی، فضل‌الحق فاروقي او ضیاءالرحمن شریفي شامل دي.
په دغه نوملړ کې فرید ملک، قیس احمد، بلال سمیع او بشیر احمد د احتیاطي لوبغاړو په توګه شامل شوي دي.
کرکټ بورډ زیاته کړې چې افغان لوبډله به د راتلونکې اګسټ میاشتې په پنځمه د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ پیل کړي چې د همدې میاشتې تر ۱۵مې نېټې به دوام ولري.
سرچینې زیاته کړې، افغان لوبډله به د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د اګسټ په پنځمه، دویمه د اګسټ په اوومه، درېیمه د اګسټ په لسمه، څلورمه د اګسټ په دولسمه او پنځمه او وروستۍ لوبه د همدې میاشتې په پنځلسمه د ایرلنډ پر وړاندې ترسره کړي.
کرکټ بورډ لیکلي چې افغان لوبغاړي به نن د همدې لوبلړۍ لپاره ایرلنډ ته روان شي، څو له سیالیو مخکې د یادې مهمې لوبلړۍ لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي.