غزني (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): په غزني کې د ۱۵ ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو په ګډون د تکواندو دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې؛ چارواکي وایي، غوره ورزشکاران به د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې ته لار ومومي.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوول حاجي بلال مجاهد وایي، په دغو سیالیو کې د ۱۵ ولایتونو ۲۰۰ ورزشکاران د ۲۰ لوبډلو په چوکاټ کې سیالي کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، کابل، غزني، میدانوردګ، پکتیا، خوست، پنجشېر، زابل، کندهار، هلمند، هرات، پکتیکا، پروان، بلخ، ننګرهار او غزني ولایتونو خپل ورزشکاران دغو سیالیو ته استولي دي.
مجاهد وویل، د دغو سیالیو غوره لوبغاړي به د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې ته لار ومومي او سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل، د هېواد د مرکز او ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دغو سیالیو ترسره کېدل د تکواندو د ودې، د ځوانو استعدادونو د روزنې، له نشهيي توکو د هغوی د لرې ساتلو، د پیاوړي ملي ټیم د جوړېدو او په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د لا ډېرو بریاوو ترلاسه کولو په موخه مهم ارزښت لري.
وثیق زیاته کړه چې د غزني د ورزشکارانو ملاتړ د دوی د ادارې له لومړیتوبونو دی او هڅه کوي چې روان کال د ورزشکارانو لپاره د لا غوره خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو په موخه نوي پروګرامونه هم عملي کړي.
ورزشکارانو هم د دغو سیالیو د جوړېدو هرکلی وکړ
د پکتیا ولایت تکواندوکار صفتالله وویل، د بېلابېلو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ دا ډول سیالۍ د تجربو د تبادلې او د لوبغاړو د پرمختګ لپاره ښه فرصت برابروي. هغه غوښتنه وکړه چې د نړۍوالو سیالیو د ګډون زمینه هم ورته برابره شي.
د غزني د جاغوري ولسوالۍ تکواندوکار یحي هم وویل، په خپل ولایت کې د ملي کچې سیالیو ترسره کېدل د دوی لپاره د خوښۍ ځای دی او هیله لري چې غوره لوبغاړو ته د ملي ټیم او نړیوالو سیالیو د ګډون فرصت برابر شي.
د دغو سیالیو مالي ملاتړ د روشن مخابراتي شبکې کړی.
د روشن شبکې د سوېلختیځ زون مشر حاجي میا غزنوي پژواک ته وویل، د دوی موخه د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ دی، څو ځوانان خپل استعدادونه وځلوي او هېواد ته ویاړونه راوړي.
هغه زیاته کړه، هڅه کوي په راتلونکي کې هم د تکواندو ترڅنګ د نورو ورزشي څانګو د سیالیو ملاتړ هم وکړي
دا څلورم پرلهپسې کال دی چې په غزني کې د ټول افغانستان په کچه د تکواندو سیالۍ ترسره کېږي.