ژبه

رحمت‌شاه د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ‌لوبو لوبډلمشر وټاکل شو

هجرت‌الله کاکړ

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۶:۲۴

Views: ۱۸

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې رحمت‌شاه یې د حشمت‌الله شهیدي پر ځای د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ‌لوبو لوبډلمشر ټاکلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مخکني لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي له استعفا وروسته د ملي لوبډلې بل مجرب لوبغاړی رحمت‌شاه زرمتی چې له دې وړاندې یې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت په غاړه درلود، د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ‌لوبو د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

کرکټ بورډ لیکلي، د مرستیال لوبډلمشر دنده رحمن‌الله ګربز ته سپارل شوې ده.

سرچینې لیکلي، رحمت‌شاه له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه په یادو بڼو کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت پر مخ وړی او تر دې چې په ځینو هغو کې یې د لوبډلمشرۍ رول هم ادا کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، رحمت‌شاه له نړۍوال کرکټ، لوبډلمشرۍ او ترڅنګ یې د لوبډلې له چاپېریال او جوړښت سره ځانګړې تجربه لري.

کرکټ بورډ لیکلي چې د رحمت‌شاه ترڅنګ به رحمن‌الله ګربز په یادو بڼو کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت پر غاړه ولري او دواړه به یاد مسوولیت د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ پر مهال پر غاړه واخلي.

د یادونې ده، حشمت‌الله شهیدي پرون د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه.