منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۰ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیولو لومړی پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیولو لومړۍ پړاو غوره لیګ سیالۍ د یو شمېر ولایتونو د لسو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره کېږي او لوبغاړي به له ۵۷ تر ۱۲۵ کیلوګرامه بېلابېلو وزني ‌کتګوریو کې سیالي وکړي.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیونې غوره لیګ  سیالیو کې له بېلابېلو ولایتونو لس لوبډلې برخه لري.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو سیالیو په پای کې به غوره لوبغاړي وپېژندل شي او د دغه لیګ موخه د هېواد په کچه د استعدادونو موندل دي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ به لس ورځې دوام ولري.