کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ «يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی» د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته روان شو.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل، نن له غرمې مخکې نږدې دوهنیمې بجې پر خپله ټویټرپاڼه د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي: «د افغانستان حکومت غواړي په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخيزو سياسي- تجارتي اړيکو، سيمهييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې وکړي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، مولوي امیرخان متقي به د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درېاړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.
هغه وایي چې په دغه سفر کې به د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران دوهاړخيزې خبرې هم ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP