کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي چې امریکا غواړي یو ځل بیا په افغانستان کې ښکېله شي، په چارو کې یې لاسوهنه وکړي او هڅه کوي د افغانستان په ګاونډ مرکزي اسیا کې خپل پوځي تاسیسات ځای پر ځای کړي.
د روسیې ټاس خبري اژانس پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه څرګندونې تېره ورځ په هند کې د شانګهای همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو شورا له غونډې وروسته کړې دي.
سرچینې د لاوروف له قوله لیکلي: «امریکایان یو ځل بیا د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې هڅه کوي او د قناعت وړ شواهد شتون لري چې امریکایان د افغانستان په خاوره کې د پاتې ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.»
د سرچینې په حواله، هغه ویلي چې امریکایان د افغانستان په شاوخوا سیمو او منځنۍ اسیا کې د خپلو پوځي بنسټونو د بیا ځای پر ځای کولو هڅې نه پرېږدي.
لاوروف زیاته کړې: «هر څوک له هغو جدي خطرونو ښه خبر دي … او روسیه به یې په کلکه مقاومت وکړي.»
امریکا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی او د افغانستان سرپرست حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا او ناټو ځواکونه شاوخوا دوې لسیزې په افغانستان کې وو او وروستۍ ډله یې د وړم ۱۴۰۰ لمریز کال د وږی په نهمه له هېواده ووته.
Views: 159
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن