ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند مانیپور ایالت کې قومي شخړې؛ لسګونه کسان وژل شوي او تر لسو زرو نور بې‌ځایه شوي

د هند مانیپور ایالت کې قومي شخړې؛ لسګونه کسان وژل شوي او تر لسو زرو نور بې‌ځایه شوي

author avatar
7 May 2023 - 09:29
د هند مانیپور ایالت کې قومي شخړې؛ لسګونه کسان وژل شوي او تر لسو زرو نور بې‌ځایه شوي
author avatar
7 May 2023 - 09:29

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): راپورونه ښیي چې د هند شمال‌ختیځ مانیپور ایالت کې د قومي شخړو په ترڅ کې لسګونه کسان وژل شوي، شاوخوا لس زره کسان بې‎ځایه شوي او زرګونه پوځیان سیمې ته د وضعیت کنټرولو لپاره لېږل شوي دي.

د بي‌بي‌‎سي د راپور له مخې، دا نښتې روانه اونۍ هغه مهال پیل شوې چې د مانیپور ایالت یوې بومي ډلې په دې اعتراض لاریون وکړ چې د هند قبایلي رسمي نوملړ کې یوې قومي ‌ډلې ته د دغه ایالت د یوه لوی قوم لقب ورکړل شو.

راپور کې راغلي، د (میټي) قوم خلک چې د مانیپور ایالت نږدې نیمايي برخه جوړوي، کلونه د هند د قبایلو نوملړ کې د ثبتېدو غوښتنه کوي او په یاد نوملړ کې د میټي قوم له شاملېدو وېره دا وه چې ګنې دوی به ځنګلي ځمکې لاندې کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه قومونه او ډلې چې په دې نوملړ کې شاملې شي، دولتي سهمیه او دندې ورکول کېږي، پوهنتونونو کې د زده‌کړو ترڅنګ کولای شي په بېلابېلو دولتي څوکیو کې برخه ولري.

د راپور له مخې، د یادو مسایلو په تړاو د رامنځته شوو شخړو او نښتو په درشل کې قهرېدلو خلکو پر کورونو، عبادتځایونو او ګاډو بریدونه کړي او د وژل شوو شمېر لږ تر لږه ۳۰ کسانو او د ځینو راپورونو له مخې ۵۴ کسانو ته رسېدلی دی.

راپور کې راغلي، د دغو ناارامیو له کبله کابو لس زره کسان بې‌ځایه شوي او زرګونه پوځيان سیمې ته د ارامۍ راوستلو لپاره استول شوي دي.

Views: 72

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.