کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د دواړو هېوادونو پر سيمهييز امنيت او نورو مسایلو خبرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند ضیاءاحمد تکل نن پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي: «د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سيمهييز امنيت، د خلکو تګ راتګ کې پر اسانتياوو او د افغان مهاجرينو پر اړوند مسايلو هر اړخيزې خبرې اترې وکړې.»
هغه د دې لیدنې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د متقي په مشرۍ یو پلاوی له دوو ورځو راهیسې اسلاماباد کې دی.
د راپورونو له مخې، یاد پلاوی – چې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدین عزیزي یې هم ملتیا کوي، اسلاماباد کې د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزه غونډه کې پر ګډون سربېره د پاکستان سیاسي ګوندونو له ځينو استازو سره هم لیدلي دي.
د راپورونو له مخې، په اسلاماباد کې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته کې د چین بهرنیو چارو وزیر چېن کانګ ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د اقتصاد، بیارغونې او له ترهګرۍ سره مبارزه کې مرسته وکړي، خو کابل باید منځلارې کړنلاره غوره کړي او ټولګډون حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم د سیمې هېوادونو ترمنځ پر ګډ کار ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره باید ګډ کار وشي.
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن