ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوېلي سالنګ د ۴۲ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل‌اچونې کار پیل شو

د سوېلي سالنګ د ۴۲ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل‌اچونې کار پیل شو

author avatar
9 May 2023 - 12:49
د سوېلي سالنګ د ۴۲ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل‌اچونې کار پیل شو
author avatar
9 May 2023 - 12:49

چاریکار (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي چې د سوېلي سالنګ د سړک د ترمیم او جغل‌اچونې کار پیل شو.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس مولوي عبدالحکیم سکندر د دې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې د سوېلي سالنګ سړک چې ۴۲ کیلومتره اوږدالی او ۶ کیلومتره سور لري، د ترمیم او جغل‌اچولو چارې د جبل السراج ولسوالۍ د تاجکانو له سیمې د ۱۳ ګالري تر پایه پیل شوې.

هغه زیاته کړه: «د دغه سړک په ترمیم او جغل اچولو کې د استنادي دېوالونو بنسټیزه رغونه، د ویالو او پلچکونو پاکونه هم شامل دي.»

 د سرچینې په خبره، دغه لاره د پروان د ټولګټو ریاست له بودجې د یوې میاشتې په موده کې ترمیم او جغل‌کاري کېږي.

نوموړي وویل: «د سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو د ډېر تګ راتګ له امله تخریب شوې وه چې د سالنګ اوسېدونکو او موټرچلوونکو ته یې ډېرې ستونزې پیدا کړې وې نو له همدې امله ترمیمېږي.

په ورته وخت کې، د پروان مرستیال والي مفتي محمدادریس انوري ویلي چې د سالنګ لاره د سوداګریزو توکو د صاداراتو له امله نه یوازې افغانستان، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د اهمیت وړ ده.

د هغه په خبره، د بودجې له تصویب وروسته به د هغه جوړولو بنسټيز او معیاري چارې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د شمالي ولایتونو موټرچلوونکو او مسافرو په ځلونو د دې لارې له خرابوالي شکایت درلود او اوس له مسوولینو غواړي چې د دې لارې معیاري او بنسټیزې رغونې ته پاملرنه وکړي.

د یادونې ده، د سالنګ لار د هېواد شمال کې لویه لاره ده چې د نهو ولایتونو خلک او مسافر پرې تګ راتګ کوي او منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د لېږد له پلوه هم د اهمیت وړ ده.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.