کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په بلخ، کابل، هرات، بغلان، کندوز، غزني او خوست ولایتونو کې د غلا، تښتونې، ناقانونه وسلې ساتلو، دوکهبازۍ او اخلاقي فساد په تړاو ۳۸ کسان نیولي دي.
دغه وزارت تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، پولیسو په اوو ولایتونو کې ۳۸ کسان نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، د نیول شوو کسانو له ډلې ۷ د بېلابېلو جنایي پېښو په تړاو په بلخ کې، ۵ حرفهیي غله په کابل، دوه کسان د دوکهبازۍ، یو کس د غلا او نور کسان بیا د اخلاقي فساد په تړاو په هرات، یو کس د تښتونې او موټر د غلا په تړاو په بغلان او دوه غله په کندوز او غزني ولایتونو کې نیول شوي دي.
سرچینې ویلي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو پنځه کلاشینکوفونه، دوه پیکاوې، یو راکټ انداز، پنځه تومانچې، د کلاشینکوف او پیکا سلګونه مرمۍ، د هاوان څلور مرمۍ او یوه اندازه نور نظامي توکي په خوست ولایت کې کشف او ضبط کړي او په تړاو یې ۱۸ کسان نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP