کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، یوې چینایۍ کمپنۍ د افغانستان د نفت او ګازو زېرمو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت نن (شنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست شهابالدین دلاور د یوې چینايي کمپنۍ له پلاوي سره په خپل دفتر کې ولیدل.
سرچینې لیکلي، د چیناني کمپنۍ مسوولینو د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د نفت او ګازو په زېرمو کې د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د نفت او ګازو استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.
سرچینه زیاتوي، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په برخه کې د بهرنيو شرکتونو د لېوالتيا هرکلی وکړ.
هغه ويلي: «افغانستان د نفت او ګازو زېرمو له پلوه بډایه هېواد دى، د کانونو او پټروليم وزارت به ډېر ژر په هېواد کې د نفت او ګازو یو شمېر زېرمې اعلان ته وسپاري چې لېوال کسان به وکولای شي په قانوني ډول په داوطلبۍ کې برخه واخلي.»
د تېر کال د زمري په لسمه د ماليې وزارت ويلي و چې له اکسوس چينایي کمپنۍ سره، د نفت او ګازو دولتي شرکت د ۲۰ سلنه شراکت تړون لاسلیک شو. دغه چينايي شرکت به له کانونو وزارت سره د قشقرې د تېلو استخراج قرارداد کوي چې بیا به د نفت او ګازو له دولتي شرکت سره په ګډه یې استخراجوي.
تر دې وروسته (د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۱۵مه) د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه چینایي شرکت سره د امو حوزې د تېلو استخراج تړون لاسلیک کړی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن