منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یوې چینايي کمپنۍ د افغانستان د نفت او ګازو استخراج برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۷۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، یوې چینایۍ کمپنۍ د افغانستان د نفت او ګازو زېرمو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن (شنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور د یوې چینايي کمپنۍ له پلاوي سره په خپل دفتر کې ولیدل.

سرچینې لیکلي، د چیناني کمپنۍ مسوولینو د افغانستان د کانونو په ځانګړي ډول د نفت او ګازو په زېرمو کې د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د نفت او ګازو استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.

سرچینه زیاتوي، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په برخه کې د بهرنيو شرکتونو د لېوالتيا هرکلی وکړ.

هغه ويلي: «افغانستان د نفت او ګازو زېرمو له پلوه بډایه هېواد دى، د کانونو او پټروليم وزارت به ډېر ژر په هېواد  کې د نفت او ګازو یو شمېر زېرمې اعلان ته وسپاري چې لېوال کسان به وکولای شي په قانوني ډول په داوطلبۍ کې برخه واخلي.»

د تېر کال د زمري په لسمه د ماليې وزارت ويلي و چې له اکسوس چينایي کمپنۍ سره، د نفت او ګازو دولتي شرکت د ۲۰ سلنه شراکت تړون لاسلیک شو. دغه چينايي شرکت به له کانونو وزارت سره د قشقرې د تېلو استخراج قرارداد کوي چې بیا به د نفت او ګازو له دولتي شرکت سره په ګډه یې استخراجوي.

تر دې وروسته (د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۱۵مه) د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه چینایي شرکت سره د امو حوزې د تېلو استخراج تړون لاسلیک کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد