کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د هوايي کارګو په برخه کې یو شرکت په فعالیت کړ، چې د مسوولینو په وینا، د صادراتو او وارداتو کچه به ورسره لوړه شي.
د مفيد کارګو لوژستيکي شرکت د غویي په ۲۳مه، د کابل هوایي ډګر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه، پرانیستل شو.
د مسوولینو په وینا، اوسمهال دغه شرکت له دوبۍ څخه افغانستان ته د سوداګريزو توکو په واردولو سره خپل فعالیت پیل کړی دی. او ټاکل شوې دا شرکت به له کابل څخه هم متحده عربي اماراتو ته ځینې سوداګریز توکي انتقال کړي.
د مفید ګروپ استازي عبدالکریم عارفي وویل چې نن یې په امتحاني توګه ۱۸ ټنه توکي ددې شرکت په یوه کارګو الوتکه کې کابل ته راوړل.
هغه زیاته کړه، د هوایي کارګو له لارې د نړۍ ټولو هېوادونو ته د مالونو لېږدولو وړتیا لري.
عارفي په دې برخه کې د پانګونې په اړه معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې دوی د هوا او ځمکې له لارې په کم وخت کې د خلکو او سوداګرو توکي لیږدولی شي.
د سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي ددې شرکت د پرانستې په مراسمو کې وویل ، دوی په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د هر ډول اقدام هرکلی کوي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، چې دا شرکت اړين او سوداګريز توکې د هوا او ځمکې له لارې د نړۍ هر ګوټ ته انتقالوي او له نورو شرکتونو سره يې يو توپير دا دی چې د ډيمریچ پیسې نه اخلي او که توکي د نړي کوم ځای ته په ځنډ هم رسېږي اضافي لګښت پرې نه راځي.
افغانستان په وچه کې ګیر هیواد دی او اکثره افغان سوداګر بهرنیوهیوادونو ته د سوداګریزو مالونو د لیږد او په بهر کې په ګمرکونو کې د ډيمریچ د اضافي لګښت څخه شکایت کوي.
هغه هیله څرګنده کړه، چې ددغه شرکت فعالیت به بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو په زیاتیدو کې مرسته وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تیر کال یې بهرنیو هیوادونو ته د شاوخوا دوه ملیاردو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر کړي و.
بلخوا د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند یادو مراسمو کې د وینا پر مهال غوښتنه وکړه چې له خصوصي سکتور څخه باید ملاتړ وشي .
هغه وویل چې اوسمهال د صادراتو او وارداتو لړۍ په ښه توګه روانه ده.
[/restrict]
Views: 131
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP